په کابل کې یوځل بیا د ادعاء او عمل مقابله پیل شوې ده ، پخوا به چې کله ناکله دکابل رژیم دخپلو لاپو او ادعاوو هوایي توغندي وویشتل ، په مقابل کې به یې طالبانو په خبرو ځواب نه ورکاوو ، بلکې په عملي برید سره به یې ددښمن په تبلیغاتو د بطلان کرښه راتیره کړه .
په تیرو څو ورځو کې یو ځل بیا دهمداسې نندارې شاهدان یو ، دکابل استخباراتي چارواکو تیره ورځ یوځل بیا ټول کابل میشتي خبریالان راټول کړي وو ، او ترمخ یې ادعاء وکړه ، چې په نږدې تیرو ورځو کې یې ګڼ شمیر مجاهدین له وسلو او مهماتو سره نیولي دي او ددوی په خبره په پلازمینه دبرید هڅه یې شنډه کړې ده .
دکابل چارواکي چې دعوه یې ډيره ستره وه دثبوت لپاره یې هیڅ جزوي سند هم وړاندې نه کړ ، او نه هم خبریالانو دا جرأت وکړ چې له استخباراتي دروغجنو څخه دخپلو ادعاوو دسپیناوي اسناد طلب کړي .
دکابل داستبخاراتي چارواکو مطبوعاتي کانفرانس تیر شو ، او لا یې لاپو او دروغو په مطبوعاتو کې سم انعکاس نه وو موندلی ، چې یوځل بیا مجاهدینو ددښمن په لاپو او ادعاء ګانو باندې په عملي برید سره دبطلان کرښه کش کړه .
هوکې دښمن چې دخپلو بریاوو خبره کوله ، نو هیڅ سند یې هم وړاندې نه کړ ، او نه څوک ترې پخوا خبر شوي دي چې دوی په کوم ځای کې څرنګه عملیات کړي او کومه بریا یې ترلاسه کړې ده ، مګر دمجاهدینو د سهارني برید غږ ټول کابل واورید ، چې په دې توګه یې په رښتیاني برید سره ددښمن ټولې خیالي بریاوې دروغ ثابتې کړې .
دمطبوعاتي خبرونو له مخې سهار شاوخوا اته بجې د پلازمینې کابل هوایي دګر ته نږدې دالماني یرغلګرو په یوه مرکز باندې دمحمود په نامه دیوه سرتیري ځوان لخوا فدایي برید ترسره شو ، چې په نتیجه کې یې له قرارګاه څخه راوتونکی دالماني عسکرو دوه ګاډي مکمل ویجاړ شول او سپرو عسکرو ته یې زیان واوښت .
دکابل هوایي ډګر او شاوخوا سیمې یې له امنیتي پلوه ډیرې محفوظې بلل کیږي ځکه دکورنیو استخباراتو غوندې بهرنیو یرغلګرو هم ټول پام همدې هوایي ډګر ته راټول کړی چې روزانه ترې دبهرنیو الوتکو پروازونه ترسره کیږي .
مګر داچې په همدې سیمه کې مجاهدین په داسې بریالیتوب سره ددښمن مرکز هدف ګرځوي او درانه تلفات ورته اړوي ، دمجاهدینو په پوره برلاسي او لاسرسي باندې دلالت کوي .
دکابل چارواکو دپرونیو دروغجنو ادعاګانو په تعقیب دمجاهدینو ننني عملي برید وښوده ، چې دلته یو ځل بیا د دروغو او رښتیاوو ، یا ادعاء او عمل مقابله پیل شوې ده ، خو څرنګه چې یوه ذره عمل له غرونه غرونه لاپو شاپو څخه بهتر او مؤثر بلل کیږي ، داسې معلومیږي چې دغه معامله هم دکابل چارواکو لپاره له رسوایي پرته بله نتیجه په ارمغان نه شي راوړلای .
افغانستان